TOOSnews
اعلان
د مصر د پوځ د قوماندانۍ نوی مرکز «اوکټاګون» پرانیستل شو.
نړۍټوس نیوز

د مصر د پوځ د قوماندانۍ نوی مرکز «اوکټاګون» پرانیستل شو.

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۳مه، د «اکټاګون» په نوم د دې هېواد د وسله‌والو ځواکونو نوې مرکزي قوماندانۍ مرکز پرانیست. دغه ستر پوځي مرکز د قاهرې په ختیځ کې، د مصر په نوې اداري پلازمېنه کې جوړ شوی او د نړۍ تر ټولو لوی پوځي مرکز بلل کېږي.

اکټاګون پر شاوخوا ۴.۶ میلیونه مربع متره ځمکه، چې نږدې ۲۲۰۰ هکټاره کېږي، جوړ شوی دی. د مصر د حکومت د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا مجموعه له ۱۳ ستراتیژیکو سیمو جوړه ده او اته اته‌ضلعي ودانۍ لري چې دوه مرکزي قوماندانۍ ودانۍ پکې شاملې دي او د یوې ګډې شبکې له لارې سره نښلول شوي دي.

مصري چارواکي وایي، دا جوړښت د دې لپاره طرحه شوی چې په قاهره کې د پوځ د قوماندانۍ د څو لسیزو پخوانۍ ګډوډۍ له منځه یوسي او د وسله‌والو ځواکونو ترمنځ همغږي زیاته کړي. اکټاګون د یوه خوندي پوځي ښار په توګه هم معرفي شوی او د مصر د پوځ د قوماندانۍ د یووالي نښه بلل کېږي.

د مصر حکومت تر اوسه د دې پروژې دقیق لګښت نه دی اعلان کړی، خو راپورونه ښيي چې بودجه یې د نوې اداري پلازمېنې د ۴۸ میلیارده ډالرو پروژې له بودجې، بهرنۍ پانګونې، د خلیج د ځینو عربي هېوادونو له مرستو، د چین له پانګونې او د ځمکو له پلور څخه برابره شوې ده.

د دې ستر پوځي مرکز پرانیسته، چې عبدالفتاح السیسي پکې په پوځي یونیفورم کې حاضر شوی و، د ۲۰۱۴ کال راهیسې واک ته له رسېدو وروسته د هغه شپږم ځل دی چې په پوځي جامو کې راڅرګندېږي. دې کار په مصر او له هغې بهر پراخ پام ځانته اړولی او یو ځل بیا یې د مصر په سیاسي جوړښت کې د پوځ د رول په اړه بحثونه راپارولي دي.

په مصر کې دننه، ځینو منتقدانو د اقتصادي ستونزو او د هغو میلیونونو خلکو د وضعیت په یادولو سره، چې تر فقر کرښې لاندې ژوند کوي، د داسې لوړو لګښتونو لرونکو پروژو اړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده. په مقابل کې، د مصر حکومت ټینګار کوي چې دا پروژه د هېواد د پوځي او اداري بنسټونو د عصري کولو د پراخ پروګرام یوه برخه ده.

ځینې شنونکي هم د اکټاګون پرانیسته د مصر د پوځي وړتیاوو له زیاتوالي او د سیمې له امنیتي بدلونونو سره تړي. خو مصري چارواکي بیا هم ټینګار کوي چې هېواد یې د ۱۹۷۹ کال د سولې تړون ته، چې له اسرائیل سره شوی، ژمن دی او وایي چې د پوځي اقدام یا د سیمه‌ییزو کړکېچونو د زیاتولو هېڅ پلان نه لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.