پاکستاني چارواکي وايي چې په اسلاماباد کې د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ د روغتون د ولادي څانګې د اورلګېدنې له امله ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي. دغه روغتون د پاکستان په پلازمېنه کې له تر ټولو لویو دولتي روغتیايي مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
دا اورلګېدنه د چهارشنبې په سهار د روغتون د مور او ماشوم د څانګې په درېیم پوړ کې رامنځته شوې ده. سیمهییزو چارواکو د پېښې لومړنی علت په برېښنايي سیستم کې تخنیکي ستونزه او د ایرکنډیشنر وسیلې اور اخیستل بللي دي. د روغتون ویاند هم تایید کړې چې اور د ایرکنډیشنر له وسیلې څخه پیل شوی و.
په سیمه کې عیني شاهدانو د ګڼ لوګي، ګډوډو صحنو او د روغتون د ښیښو د ماتېدو خبر ورکړی دی. ځینو شاهدانو دا ادعا هم کړې چې امنیتي ځواکونو د ناروغانو او د هغوی د خپلوانو د وتلو مخه نیوله او د ژغورنې ډلې په ځنډ سره د پېښې ځای ته ورسېدې.
۴۰ کلن خرم محمود، چې ویل کېږي په دې پېښه کې یې درې ورځنۍ لور له لاسه ورکړې، ویلي چې مېرمن یې د نویو زېږېدلو ماشومانو په څانګه کې بستره وه او کورنۍ د مرستې ترلاسه کولو لپاره د روغتون له ودانۍ بهر منتظرې پاتې وې.
جویریه، چې له هغو میندو څخه ده چې وايي خپل ماشوم یې له لاسه ورکړی، ادعا یې کړې چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د جدي پاملرنې څانګې دروازه تړل شوې وه. هغې په ژړا له چارواکو وپوښتل چې ولې ماشومان په هغه څانګه کې پاتې وو او له هغوی یې وغوښتل چې خپل ماشوم بېرته ورته وسپاري.
عبدالغفور، چې یو بل عیني شاهد دی، ویلي چې اور په ډېرې چټکۍ سره خپور شو او په څانګه کې حتی یوه ورځ عمر لرونکي ماشومان هم موجود وو. د هغه په وینا، تور او ګڼ لوګي د روغتون فضا ډکه کړې وه او یو شمېر ناروغان د ودانۍ دننه بند پاتې وو.
خو د اسلاماباد لوړ پوړي کمېشنر د ژغورنې د عملیاتو په اړه بل روایت وړاندې کړی دی. هغه ویلي چې د بېړنۍ مرستې غوښتنه د سهار له ۷ بجو لږ مخکې شوې وه او مرستندویه ځواکونه او پولیس سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او د اور د مهارولو عملیات یې پیل کړل.
د فرانسې خبري اژانس خبریالانو په سیمه کې لیدلي چې یوې نرسې د هغو مړو شویو ماشومانو نومونه د روغتون له ودانۍ بهر راټولو شویو کورنیو ته لوستل. یو شمېر ناروغان هم داسې له ودانۍ څخه راوتل چې مخونه یې د دودو له امله تور شوي وو، او یوه سړي یو نوی زېږېدلی ماشوم په غېږ کې نیولی و.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسؤلو کسانو د پېژندلو غوښتنه یې کړې ده. لومړي وزیر ټینګار کړی چې که د چا غفلت ثابت شي، له مسؤلو چارواکو سره به جدي چلند وشي.
دې پېښې یو ځل بیا په پاکستان کې د لویو ودانیو او روغتیايي مرکزونو د خوندیتوب د معیارونو د رعایت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي. پاکستان په تېرو کلونو کې هم په سوداګریزو ودانیو، فابریکو او عامه مرکزونو کې د مرګونو لامل شوو اورلګېدنو شاهد پاتې شوی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








