TOOSnews
اعلان
یو افغان کډوال د ایران په زاهدان زندان کې د نشه یي توکو اړوند قضیې په تور اعدام شوی.
نړۍټوس نیوز

یو افغان کډوال د ایران په زاهدان زندان کې د نشه یي توکو اړوند قضیې په تور اعدام شوی.

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بشري حقونو سازمان «حال‌وش» راپور ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت یو ۲۵ کلن افغان وګړی د مخدره موادو اړوند جرمونو په تور د زاهدان په زندان کې اعدام کړی دی. دغه سازمان د اعدام شوي کس هویت عبدالله جلالي ښودلی، چې د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکی و.

د «حال‌وش» د راپور له مخې، د دغه بندي د اعدام حکم د چهارشنبې په سهار، د غبرګولي ۲۷مه، تطبیق شوی دی. د دې سازمان په وینا، عبدالله جلالي څلور کاله وړاندې د زاهدان په ښار کې د مخدره موادو اړوند جرمونو په تور نیول شوی و او تر قضایي پړاوونو وروسته د انقلاب محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی و.

«حال‌وش» همدارنګه ویلي چې عبدالله جلالي واده کړی و او دوه اولادونه یې لرل. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د افغان وګړو د اعدامونو لړۍ زیاته شوې ده.

د بشري حقونو سازمانونو تر دې مخکې هم په ایران کې د اعدامونو د شمېر د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي دي، او د دې بهیر د دوام په اړه یې خبرداری ورکړی و.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، ایران په تېر میلادي کال کې ۲،۱۵۹ کسان د بېلابېلو تورونو په اساس اعدام کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.