د فایننشل ټایمز له هغو اسنادو سره سم چې دې ورځپاڼې کتلي، د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د متحده عربي اماراتو مېشت شرکت له لارې د چین پرمختللو سپوږمکيزو مخابراتي تجهیزاتو ته لاسرسی پیدا کړی دی. ویل کېږي چې دا تجهیزات د سپاه د ډرون او مخابراتي پروګرام سره تړاو لري.
فایننشل ټایمز راپور ورکړی چې دا معامله ځکه حساسه بلل شوې چې په متحده عربي اماراتو کې فعال شرکت هغه څانګې ته مخابراتي تجهیزات برابر کړي چې د وروستیو پوځي ترینګلتیاوو پر مهال یې په سیمه کې پر هدفونو د توغندیو او ډرون بریدونه ترسره کړي وو.
د سوداګریزو قراردادونو او د بار وړلو اسنادو له مخې، په رأسالخیمه کې مېشت شرکت «تلهسان» له شانګهای څخه ایران ته د چین جوړو شوو سپوږمکيزو انتنونو شاوخوا ۱.۸ ټنه تجهیزات لېږدولي دي. دا بار د دوبۍ د جبلعلي بندر له لارې بندرعباس ته لېږدول شوی و.
په خپرو شوو اسنادو کې راغلي چې د چین د «استاروین» شرکت جوړ شوی ۴.۵ متري موټردار سپوږمکيز انتن لومړی د چینایي بېړۍ «ژونګ ګو یین چوان» له لارې دوبۍ ته وړل شوی او وروسته ایراني بېړۍ «راما ۳» د وروستي لېږد لپاره ترلاسه کړی و.
د سپوږمکۍ انځورونو او د ناوبرۍ معلوماتو څېړنه ښيي چې «راما ۳» بېړۍ د بار د انتقال پر مهال ناسم موقعیتي معلومات لېږل. خو د نومبر پر ۲۹مه سپوږمکيزو انځورونو په بندر شهید رجایي بندرعباس کې د ورته ځانګړنو لرونکې بېړۍ ثبت کړې؛ هماغه بندر چې د بار د اسنادو له مخې وروستی منزل و.
د ګمرکي اسنادو له مخې، دا بار «انتن او اړوند وسایل» بلل شوي دي. په ایران کې د دغو تجهیزاتو ترلاسه کوونکی شرکت «ارتباطات فراگستر کیش» یاد شوی دی. د فایننشل ټایمز له خوا لیدل شوو قراردادونو له مخې، «تلهسان» دا تجهیزات د همدې ایراني شرکت په استازیتوب پېرلي وو.
د امریکا د خزانې وزارت مخکې د«صنعتي سامان ډله» تحریم کړې او ادعا یې کړې وه چې دغه مجموعه د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک د جهاد ځان بساینې سازمان لپاره د سوداګریز پوښښ په توګه فعالیت کوي. امریکا ویلي وو چې دغه شبکه د منځګړو شرکتونو له لارې د ډرون او توغندیز پروګرام اړوند تجهیزات برابروي.
اروپايي اتحادیې هم د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک د جهاد خودکفایي سازمان تحریم کړی او ویلي یې دي چې دغه اداره روسیې ته د ایراني ډرونونو په برابرولو کې رول لري.
د راپور په بله برخه کې راغلي چې شرکت «بلو کام مارین سرویسز» په ایران کې د بار وړلو د استازي په توګه فعالیت کاوه. دغه شرکت مخکې هم د امریکا له خوا د ایران د توغندیز پروګرام اړوند بارونو په لېږد کې د همکارۍ له امله تحریم شوی و.
فایننشل ټایمز همدارنګه راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک د چین د «ارث ای» شرکت له جوړې شوې سپوږمکۍ څخه د امریکا د پوځي اډو او د خلیج فارس سیمې د بنسټیزو تأسیساتو د څار لپاره استفاده کړې ده. امریکا په دې وروستیو کې دغه چینایي شرکت هم د خپلو تحریمونو په لېست کې شامل کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








