TOOSnews
اعلان
فوزيه كوفي: طالبانو په پنځو كلونو كې د افغان ښځو ژوند په «جهنم» بدل كړى.
افغانستانټوس نیوز

فوزيه كوفي: طالبانو په پنځو كلونو كې د افغان ښځو ژوند په «جهنم» بدل كړى.

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د طالبانو پر تګلارو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې د دې ډلې واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې د افغان ښځو ژوند له سختو محدودیتونو سره مخ کړی او د هېواد اوسنی وضعیت یې د افغانستان د معاصر تاریخ «توره دوره» بللې ده.

کوفي د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې افغانستان د یوې داسې ډلې تر واک لاندې دی، چې د هغې په وینا نه مشروعیت لري او نه هم د خلکو د استازولۍ وړتیا.

هغې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو استعدادونه، تجربې او د رهبرۍ وړتیاوې له پامه غورځول شوې او ښځې یوازې د افغاني تابعیت له امله له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې شوي دي.

نوموړې پوښتنه کړې، چې ولې افغان ښځې اړ دي په نړیوالو غونډو کې د ګډون غوښتنه وکړي، په داسې حال کې چې د نورو اسلامي هېوادونو ښځې په رسمي ډول د خپلو دولتونو استازیتوب کوي.

فوزیه کوفي همداراز پر هغو کسانو هم نیوکه کړې، چې د اوسني وضعیت لپاره توجیهات وړاندې کوي. هغې ویلي، د ښځو د حذف او د یوه ملت د سپکاوي پر وړاندې چوپ پاتې کېدل د شرم وړ دي او د هېواد د ژغورلو لپاره باید دا وضعیت بدل شي.

هغې طالبان د افغانستان د معاصر تاریخ د دې «تور فصل» اصلي مسوولین وبلل او زیاته یې کړه، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته به د هغو اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي زیانونو د جبران لپاره کلونه هڅې ته اړتیا وي، چې د هغې په وینا پر افغان ښځو تپل شوي دي.

بل لور ته، طالبانو تر دې وړاندې په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو ټول حقوق د اسلامي شریعت له مخې خوندي دي او د ښځو د حقونو په اړه نیوکې او تورونه یې رد کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.