TOOSnews
اعلان
فرشته عباسي:اروپايي ټولنه باید له طالبانو سره د کډوالو د ایستلو په اړه هوکړه ونه کړي.
نړۍټوس نیوز

فرشته عباسي:اروپايي ټولنه باید له طالبانو سره د کډوالو د ایستلو په اړه هوکړه ونه کړي.

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

فرشته عباسي، د بشري حقونو د څار سازمان مشرې څېړونکې، خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د اروپايي ټولنې هر ډول هوکړه د دې لپاره چې پناه‌غوښتونکي په جبري ډول افغانستان ته ولېږدول شي، هغوی به د ځورونې، شکنجې او د بشري حقونو د سرغړونو له خطر سره مخ کړي او باید دا کار ترسره نه شي.

هغې د اروپايي ټولنې د استازو او د طالبانو د پلاوي ترمنځ خبرو ته په اشارې سره ویلي، دا مذاکرات په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو له وضعیت او د طالبانو له کړنو څخه بشپړه خبرتیا لري او څو ځله یې په دې اړه اندېښنه او نیوکه څرګنده کړې ده.

مېرمن عباسي ټینګار کړی چې نړیوال قوانین په ښکاره ډول د هغو کسانو جبري بېرته ستنول منع کوي چې په خپل هېواد کې د شکنجې، ځورونې، یا د ژوند د جدي ګواښ له واقعي خطر سره مخ وي. د نوموړې په وینا، دا اصل د پناه‌غوښتونکو په اړه د نړیوالو حقوقو له مهمو ژمنو څخه دی.

هغې زیاته کړې چې د هغو کسانو د شکنجې او ناوړه چلند په اړه باوري شواهد شته چې له اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي، او دې موضوع د بېرته ستنېدونکو کسانو د امنیت په اړه جدي اندېښنې زیاتې کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان دغې مشرې څېړونکې ویلي چې د سویډن، ډنمارک، اتریش او هالنډ په څېر هېوادونه افغانو ښځو ته یوازې د هغوی د جنسیت له امله پناه ورکوي. د هغې په وینا، دا پرېکړې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د دغو هېوادونو ارزونه ښيي.

مېرمن عباسي څرګنده کړې چې د بېرته ستنېدونکو ستونزې یوازې د نیول کېدو یا شکنجې له خطر سره نه محدودېږي، بلکې هغوی له ستنېدو وروسته له اقتصادي او معیشتي ستونزو سره هم مخامخ کېږي. هغې ویلي چې افغانستان له اقتصادي سقوط، د نړیوالو مرستو له کمېدو، پراخې بېکارۍ، وچکالۍ او پراخو محدودیتونو سره لاس او ګرېوان دی.

فرشته عباسي په پای کې یو ځل بیا افغانستان ته د پناه‌غوښتونکو جبري ستنول د اروپايي ټولنې له اصولو او ارزښتونو سره په ټکر کې بللي او د دې ټولنې له چارواکو یې غوښتي چې افغانستان ته د پناه‌غوښتونکو د جبري بېرته لېږلو ټول پروګرامونه ودروي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.