د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د تهران پر وړاندې د امریکا د سختو اقتصادي عملیاتو د پیلولو پرېکړه ناکامه پالیسي بللې ده.
عراقچي د پنجشنبې په ورځ، د اګست په ۲۰مه، په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې پر دغو سیاستونو ټینګار به د ایرانیانو د دښمنۍ لامل شي.
هغه ویلي، د ایران پر وړاندې د امریکا اقتصادي عملیات د دې لپاره طرحه شوي، چې په دغه هېواد کې د روان مالي بحران له اصلي موضوع څخه د خلکو پام واړوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر امریکا تور لګولی چې په «اقتصادي ترهګرۍ» لاس پورې کوي او د نړۍ اقتصاد ګواښي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا حکومت د ایران پر وړاندې د سختو اقتصادي عملیاتو د پیل خبر ورکړی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








