TOOSnews
اعلان
پاكستان: ٢٠٢۵ كال د تېرې يوې لسيزې تر ټولو خونړى كال بلل شوى.
نړۍټوس نیوز

پاكستان: ٢٠٢۵ كال د تېرې يوې لسيزې تر ټولو خونړى كال بلل شوى.

۳۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد په ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ۹۰ زرو ډېر کسان له لاسه ورکړي او د دغې مبارزې له امله یې اقتصادي زیان له ۱۵۰ میلیارد امریکايي ډالرو اوښتی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ۲۰۲۵ کال د امنیتي پېښو له پلوه د تېرو څه باندې یوې لسیزې له تر ټولو خونړیو کلونو څخه و.

په اعلامیه کې ویل شوي، د ترهګرۍ د قربانیانو نړیواله ورځ یوازې د مراسمو لپاره نه ده، بلکې د قربانیانو د ژوند، د هغوی د کورنیو د درد او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د دوام د ارزونې لپاره هم فرصت دی.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې ترهګري اوس په بېلابېلو بڼو راڅرګندېږي او وسله‌والې ډلې له نوې ټکنالوژۍ او سایبري فضا څخه د خپلو فعالیتونو او بریدونو د پراخولو لپاره استفاده کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت، پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ویلي چې د پولې هاخوا له پټنځایونو څخه د تاوتریخوالي د بریدونو پلانونه، تمویل او لارښوونه کېږي. د وزارت په وینا، په دغو بریدونو کې ملکي وګړي، ښځې، ماشومان او امنیتي ځواکونه هم په نښه کېږي.

اسلام‌اباد ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه به دوام ولري او د دې ګواښ د مخنیوي لپاره د نړیوالې همکارۍ پر اړتیا یې هم ټینګار کړی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.