TOOSnews
اعلان
عمران خان له طبي معاینې وروسته بېرته اډیاله زندان ته ولېږدول شو.
نړۍټوس نیوز

عمران خان له طبي معاینې وروسته بېرته اډیاله زندان ته ولېږدول شو.

۳۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر، عمران خان، په اسلام‌اباد کې په یوه خصوصي روغتون کې له طبي معاینې وروسته، د جمعې په لومړیو ساعتونو کې یو ځل بیا په راولپنډي کې اډیاله زندان ته ولېږدول شو.

عمران خان د سې‌شنبې په ورځ، د پاکستان د سترې محکمې له حکم وروسته، د طبي معاینې او روغتیايي ارزونو لپاره له زندانه په اسلام‌اباد کې الشفا خصوصي روغتون ته لېږدول شوی و.

د پاکستان سترې محکمې د طبي پلاوي د راپور او د زندان د سرپرست د راپور له ارزونې وروسته امر کړی و چې عمران خان دې د معاینې او درملنې لپاره خصوصي روغتون ته ولېږدول شي.

د محکمې د حکم له مخې، د عمران خان شخصي ډاکټر او خور ته هم اجازه ورکړل شوې وه چې د هغه د طبي پاملرنې په بهیر کې ګډون وکړي. همدارنګه، د متخصصو ډاکټرانو یو طبي پلاوی موظف شوی و چې د هغه روغتیايي وضعیت وارزوي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې عمران خان له څو ساعتونو طبي معاینې او ارزونې وروسته له روغتون څخه بېرته زندان ته ولېږدول شو. ډاکټرانو د هغه له معاینې وروسته د روغتیا له پلوه په زندان کې د هغه پاتې کېدل مناسب بللي دي.

دا انتقال په داسې حال کې ترسره شو چې د پاکستان حکومت د چهارشنبې په ورځ د عمران خان د روغتون ته د انتقال په اړه د سترې محکمې له حکم سره مخالفت کړی و او د دې پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه یې کړې وه.

د پاکستان د سترې محکمې د ثبت دفتر د پنجشنبې په ورځ د حکومت غوښتنه د ځینو اداري نیمګړتیاوو له امله بېرته ګرځولې ده. حکومت کولای شي چې له دغو نیمګړتیاوو د لرې کولو وروسته خپله د بیاکتنې غوښتنه یو ځل بیا محکمې ته وړاندې کړي.

عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست له میاشتې راهیسې په زندان کې دی او په څو قضیو کې د بند په سزا محکوم شوی دی. پر هغه لګېدلي تورونه د دولتي ډالیو پلورل، د پوځي او دولتي تاسیساتو پر وړاندې د تاوتریخوالي پارول، او غیرقانوني واده شامل دي.

خو د عمران خان د محکومیتونو له ډلې پرته له یوې قضیې، نورې ټولې یا ځنډول شوي او یا لغوه شوي دي، او په یو شمېر قضیو کې د استېناف بهیر لا هم روان دی. عمران خان پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم اعلان کړی چې د روان کال د سپټمبر په ۲۷مه به په ټول پاکستان کې د عمران خان د آزادۍ په ملاتړ پراخ لاریونونه ترسره کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.