TOOSnews
اعلان
حقاني: افغانان بايد په غم او ښادۍ كې يو د بل ترڅنګ ودرېږي.
افغانستانټوس نیوز

حقاني: افغانان بايد په غم او ښادۍ كې يو د بل ترڅنګ ودرېږي.

۳۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وايي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هېڅوک باید ځان له خپل هېواد او ټولنې بیګانه ونه ګڼي.

حقاني دا څرګندونې بامیان ته د سفر پر مهال د قومي مخورو، سیمه‌ییزو مسوولانو او خلکو یوې غونډې ته کړي دي. نوموړي ویلي، افغانان باید د اختلافونو پر ځای د ګډ ژوند، یووالي او متقابل درناوي لپاره هڅې وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ویلي، «نن یو بل برداشت کولای شي او په غم او ښادۍ ګډېدلی شي» او ټینګار یې کړی چې د هېواد د هر وګړي روا غوښتنې، که د حل وړ وي، د حل لپاره به یې هڅې ونه سپموي.

حقاني د افغانستان د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو ترمنځ اړیکې او ټولنیز تعامل د امنیت او ثبات لپاره مهم بللي دي. هغه ویلي، د هېواد د اوسني امنیت ساتل یوازې د طالبانو د ادارې دنده نه ده، بلکې ولس هم پکې ونډه لري.

نوموړي په ځانګړي ډول له بهر مېشتو افغانانو او سیاسي څېرو غوښتي چې ځانونه له افغانستانه جلا ونه ګڼي او بېرته هېواد ته د ستنېدو په اړه یې هم بلنه ورکړې ده. د حقاني په وینا، د هغو کسانو ستونزې او غوښتنې چې د هېواد د وګړو روا اړتیاوې وي او د حل امکان یې موجود وي، د حل لپاره به یې هڅې کېږي.

د حقاني دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې په ګډون وسله‌والو ډلو په شمالي ولایتونو، په ځانګړي ډول بدخشان کې، د طالبانو پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ادعاوې کړي دي.

د طالبانو سیاسي مخالفانو هم تر دې وړاندې د سیاسي اختلافونو د حل لپاره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی، خو د طالبانو پر حکومت یې د ټول‌شموله سیاسي مشارکت په برخه کې نیوکې کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.