TOOSnews
اعلان
د ملي مقاومت حبهې د بغلان په ګذرګاه نور ولسوالۍ د برید خبر ورکړ.
افغانستانټوس نیوز

د ملي مقاومت حبهې د بغلان په ګذرګاه نور ولسوالۍ د برید خبر ورکړ.

۳۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

«د افغانستان د مقاومت ملي جبهې» ويلي چې ځواکونو یې د بغلان ولایت د ګذرګاه نور ولسوالۍ پر مرکز برید کړی دی.

د مقاومت ملي جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه برید پنجشنبې د (زمري۲۹ مه)د شپې شاوخوا ۹:۰۰ بجې ترسره شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګذرګاه نور ولسوالۍ پر مرکز د یوه راکټي برید په پایله کې د طالبانو یو غړی وژل شوی او دوه نور غړي یې ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

«د افغانستان د مقاومت ملي جبهې» په داسې حال کې د یوې ولسوالۍ پر مرکز د برید خبر ورکوي چې تېر ماښام یې د خپلو لوړپوړو قوماندانانو له ډلې د حسیب پنجشېري وژل کېدل تایید کړل.

طالبانو تر دې وړاندې د خپلو وسله‌والو مخالفو جبهاتو د ادعا شویو بریدونو په اړه غبرګون نه ښوده او د هغوی شتون یې ردوه، خو د افغانستان مقاومت ملي جبهې تېره شپه وویل چې د حسیب پنجشېري وژل کېدل د طالبانو د دې روایت دروغجنوالی څرګندوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.