TOOSnews
اعلان
عایشه وهاب لومړنۍ افغان مېرمنه شوه چې د امریکا کانګرس ته یې لار پیدا کړې.
نړۍټوس نیوز

عایشه وهاب لومړنۍ افغان مېرمنه شوه چې د امریکا کانګرس ته یې لار پیدا کړې.

۳۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کالیفورنیا ایالت قانون‌جوړوونکې، عایشه وهاب، د امریکا د کانګرس د ۱۴مې انتخاباتي حوزې په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوه او په دې توګه به لومړنۍ افغانه ښځه شي چې د امریکا د استازو جرګې غړیتوب ترلاسه کوي.

وهاب په دغو ټاکنو کې میلیسا هرنانډېز، چې د سان‌فرانسیسکو د خلیج سیمې د عامه ترانسپورټ د سیستم چارواکې ده، ماته کړه. نوموړې به له لوړې وروسته د دې حوزې د دیموکراټ استازي اریک سوآلول ځای ونیسي، چې د جنسي ناوړه چلند د تورونو له مطرح کېدو وروسته د اپرېل په میاشت کې له خپلې دندې استعفا وکړه.

سوآلول پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي. د عایشه وهاب له بریا سره به د امریکا د استازو جرګه کې د دیموکراټانو څوکۍ ۲۱۳ او د جمهوري‌پالو څوکۍ ۲۱۸ ته ورسېږي.

د کالیفورنیا ۱۴مه انتخاباتي حوزه، چې د سان‌فرانسیسکو او سان‌خوزې ښارونو ته نږدې موقعیت لري، د دیموکراټانو له دودیزو انتخاباتي حوزو څخه ګڼل کېږي.

وهاب، چې د دیموکراټ ګوند له پرمختګ‌پالو څېرو څخه بلل کېږي، تر دې وړاندې هم د کالیفورنیا ایالتي قانون‌جوړونکې جرګې ته په ننوتلو سره لومړنۍ مسلمانه ښځه او لومړنۍ افغانه‌امریکایۍ شوه چې دې ادارې ته لار پیدا کوي.

د اېن‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، د ټاکنو د ۹۵ سلنه رایو له شمېرلو وروسته، عایشه وهاب له ۵۳ سلنې څخه زیاتې رایې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې میلیسا هرنانډېز شاوخوا ۴۷ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

د انتخاباتي سیالۍ په جریان کې، د «متحده دیموکراسۍ پروژې» په نوم ډلې، چې د امریکا او اسرائیلو د عامه چارو له کمېټې، چې د «ایپک» په نوم مشهوره ده، سره تړلې سوپرپک ده، د اګست له پیل راهیسې د هرنانډېز د ملاتړ لپاره نږدې ۲.۵ میلیونه ډالر لګولي دي.

دغه لابي‌کوونکې ډله د دیموکراټانو د ګوند په یو شمېر داخلي انتخاباتي سیالیو کې د اسرائیلو په اړه د نوماندانو د دریځونو له امله له نیوکو سره مخ شوې ده.

۳۹ کلنه عایشه وهاب د نیویارک په ښار کې د افغان کډوالو له مور او پلار څخه زېږېدلې ده. د کالیفورنیا د ۱۴مې انتخاباتي حوزې په ځانګړو ټاکنو کې د هغې بریا د امریکا د استازو جرګې ته د افغان الاصله لومړنۍ ښځې د تګ لپاره لاره هواره کړې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.