په هرات ولایت مرکز کې نوی پرانیستل شوې لاندې سړک (زیرګذر) د لومړي باران سره له پراخې اوبو ډکېدو سره مخ شو او تګ راتګ پکې په بشپړ ډول ودرېد.
دغه زیرګذر چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ادارې له خوا پرانیستل شوی و، د باران له پیل سره د سطحي اوبو د راټولېدو ځای وګرځېد. په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې اوبه له پاسني سړک څخه لاندې لارې ته بهېدلي او د موټرو تګ راتګ یې ناممکن کړی دی.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وایي چې دا پروژه په بېړه او نمایشي ډول پرانیستل شوې او د هغې په ډیزاین او پلي کولو کې د سطحي اوبو د مدیریت او د سېلاب کنټرول اساسي اصول نه دي مراعات شوي.
هغوی د طالبانو له ادارې غوښتنه کړې چې د ښاري پروژو له پلي کولو او د عامه سرچینو له لګولو مخکې تخنیکي او انجنیري مطالعات په دقت او مسؤلیت ترسره کړي، ترڅو د عامه پانګو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.
لیکواله:سلیمه آریايي








