ځايي سرچینې وايي چې د تېرې پنجشنبې په ماښام د دایکنډي ولایت په یوه سیمه کې د ملي امنیت د پخواني حکومت یو کارکوونکی د نامعلومو وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
سرچینو د جمعې په ورځ، د چنګاښ په ۲۶مه، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه پخوانی پوځي محمدعلي طوفان نومېده او د دایکنډي ولایت د شهرستان ولسوالۍ د «کتهسنګ» په سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو د برید هدف وګرځېد او ژوند یې له لاسه ورکړ.
ویل کېږي چې د طالبانو استخباراتو تر دې وړاندې هم څو ځله محمدعلي طوفان نیولی و، خو هغه د سیمې د اوسېدونکو په ضمانت خوشې شوی و.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې تر دې وړاندې یو بل پخوانی پوځي، یاسر بهزاد، هم وژل شوی و.
د دې پېښې له امله د دایکنډي د اوسېدونکو ترمنځ پراخې اندېښنې رامنځته شوي دي. د سرچینو په وینا، د طالبانو له خوا د دې ولایت په کلیو کې د شپې ګزمې هم د خلکو اندېښنې او ویره زیاته کړې ده.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان ګڼ شمېر پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې ډلې له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او په ځینو مواردو کې وژل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








