د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایفایاو) او د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیوایفپي) خبرداری ورکړی چې د روان کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي.
د دغو دوو نړیوالو بنسټونو په ګډه اعلامیه کې، چې د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۲۳مه خپره شوې، ویل شوي چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب وضعیت مخ په خرابېدو دی او تمه کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به د شدیدې خوارځواکۍ پېښې هم زیاتې شي.
د اعلامیې له مخې، د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د مدغمې ډلبندۍ (ایپيسي) وروستۍ ارزونه ښيي چې د روان کال د نومبر او د ۲۰۲۷ کال د اپرېل ترمنځ، چې د ژمي موسم هم پکې شامل دی، شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانان به د خوړو له شدید کمښت سره مخ وي. دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله چې ۱۷.۴ میلیونه کسان وو، زیاتوالی ښيي.
د یادو بنسټونو په وینا، له دغو کسانو څخه به شاوخوا پنځه میلیونه د لوږې له بېړني حالت سره مخ شي. دا د خوړو د خوندیتوب د ډلبندۍ څلورم پړاو دی او شمېر یې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او سپټمبر ترمنځ د اټکل شوې کچې په پرتله دوه برابره ښودل شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د خوړو د کمښت تر ټولو خراب وضعیت به په بدخشان، بادغیس، دایکندي، غور، سمنګان، سرپل او د غزني په کلیوالو سیمو کې وي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې په دغو سیمو کې د انساني تلفاتو او د خلکو د ژوند د سرچینو د له منځه تلو د مخنیوي لپاره بېړنیو خوراکي مرستو او کرنیز ملاتړ ته اړتیا ده.
په افغانستان کې د خوړو او کرنې سازمان استازي ریچارډ ټرېنچارډ ویلي، د بشري ناورین د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید له مخکې عملي ګامونه واخیستل شي.
هغه زیاته کړې چې د احتمالي ناورینونو تر رامنځته کېدو مخکې باید د حللارو پراختیا ته لومړیتوب ورکړل شي او د کرنیزو محصولاتو د پروسس او سیمهییزو کرنیزو کاروبارونو په برخه کې پانګونه وشي، څو کروندګر له بازارونو سره ونښلول شي او د خلکو لپاره د کار زمینه برابره شي.
ټرېنچارډ ټینګار کړی چې افغانې کورنۍ د ژمي د تېرولو لپاره ملاتړ او د باور وړ عایداتي فرصتونو ته اړتیا لري، څو د اقتصادي ستونزو او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت وړتیا ولري.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د دفتر مسوول جان آیلف ویلي چې لوږې او خوارځواکۍ د افغان کورنیو ژوند ورځ تر بلې ستونزمن کړی دی.
لیکوال:سعید سمیر








