سرچینې وایي، د هلمند ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې د هبتالله اخوندزاده د ځانګړې قطعې او د مخالفانو د ځپلو لپاره د طالبانو د یوې تازه جوړې شوې قطعې ترمنځ په وسلهواله نښته کې د دې ډلې ۱۱ غړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د سرچینو په وینا، پېښه د سېشنبې په ورځ، د تلې ۲۱مه، رامنځته شوې ده. یوې سرچینې چې پېښه یې له نږدې څارلې، ویلي چې اختلاف د تریاکو د یوې جوپې د لېږد پر سر هغه مهال پیل شو چې په هلمند کې مېشتې قطعې درې موټر چې تریاک یې لېږدول او ټاکل شوې وه ایران ته قاچاق شي، په بهرامچه کې ودرول.
د سرچینې په وینا، د هبتالله اخوندزاده د ځانګړې قطعې غړو غوښتل چې ضبط شوي تریاک کندهار ته ولېږدوي، خو د دواړو لورو ترمنځ اختلاف په نښته او ډزو واوښت.
سرچینې زیاتوي، د وژل شویو کسانو جسدونه یې کورنیو ته په هلمند او کندهار کې سپارل شوي او ټپیان لومړی د ګرمسېر ولسوالۍ د دویر اډې او وروسته د هلمند قول اردو ته لېږدول شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي. خو د دې ډلې ځواکونه د هلمند په سرحدي سیمو کې په منظم ډول د قاچاقي توکو د نیولو خبرونه خپروي او د افغانستان له ایران او پاکستان سره پر پولو د قاچاق او د خلکو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره عملیات ترسره کوي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د هبتالله اخوندزاده ځانګړې قطعه هم د تریاکو د قاچاق د مخنیوي په موخه بهرامچې ولسوالۍ ته لېږل شوې وه.
لیکواله:رویا ستانکزی








