TOOSnews
اعلان
د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان پخوانی استازی:«د طالبانو مخالفان باید متحد شي».
نړۍټوس نیوز

د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان پخوانی استازی:«د طالبانو مخالفان باید متحد شي».

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو سازمان کې،د افغانستان پخوانی استازی،محمود صیقل،وايي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د دولت‌دارۍ د مشروعیت او د قانون د حاکمیت نشتوالی افغانستان د بهرنیو مداخلو پر وړاندې زیانمن کړی دی.

هغه د طالبانو له مخالفانو غوښتنه کړې چې د روانو کړکېچونو او د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د اغېزمنې مقابلې لپاره خپل اختلافات شاته پرېږدي او پر یوه ګډه ستراتیژۍ هوکړه وکړي.

د دغه پخواني دیپلوماټ په وینا، د پاکستان د بریدونو اغېزمن ځواب د داخلي اختلافاتو په حل، د یوه ګډ لیدلوري په رامنځته کېدو، د یوې واحدې ستراتیژۍ په جوړولو او د طالبانو د مخالفانو ترمنځ د یوه بدیل سیاسي جوړښت په رامنځته کولو پورې تړلی دی.

محمود صیقل همدارنګه ټینګار کړی چې هېڅ بهرنی کړکېچ نشي کولای طالبانو ته مشروعیت ورکړي. هغه د پاکستان پر افغان خاورې بریدونو خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د دغو بریدونو غندنه تر اوسه یوازې د څرګندونو تر کچې پاتې شوې او عملي او د مخنیوي اقدام ته نه ده رسېدلې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.