TOOSnews
اعلان
د پاکستان پخوانی سناتور: اسلام‌اباد په افغانستان کې د واک د معادلو د بدلون په لټه کې دی.
نړۍټوس نیوز

د پاکستان پخوانی سناتور: اسلام‌اباد په افغانستان کې د واک د معادلو د بدلون په لټه کې دی.

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان پخوانی سناتور،افراسیاب خټک، وايي چې د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد پنځه لسیزه‌ تګلاره «ناکامه» شوې ده. هغه له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې پاکستان اوس د طالبانو د مخالفو څېرو او ډلو په بللو سره هڅه کوي چې یو نوی ائتلاف جوړ کړي او په افغانستان کې سیاسي معادلې بدلې کړي.

خټک د جمعې په ورځ، د چنګاښ په ۱۹مه، په دې مرکه کې د پاکستان د امنیتي او سیاسي بحرانونو، له افغانستان او طالبانو سره د اسلام‌اباد د اړیکو، او د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د آزادۍ پوځ د بریدونو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.

دې پاکستاني سیاستوال وویل چې اسلام‌اباد د امنیتي ګواښونو د کمولو لپاره باید خپله د افغانستان په اړه تګلاره بدله کړي. هغه زیاته کړه چې د طالبانو د مخالفینو بلنه د یوه نوي ائتلاف د جوړولو لپاره ده، خو هدف یې د طالبانو د نظام نسکورول نه دي.

د خټک په وینا، پاکستان غواړي په افغانستان کې د مشرتابه او د واک د توازن په برخه کې بدلون راولي. هغه خبرداری ورکړ چې د تېرو ۵۰ کلونو هغه تګلارې چې څو ځله ازمویل شوي او پایله یې نه ده ورکړې، دوام ورکول به د افغانستان له لوري غبرګونونه رامنځته کړي.

هغه همداراز له طالبانو څخه د اسلام‌اباد د تېر ملاتړ په یادولو سره وویل چې پاکستان تر اوسه د افغانستان په اړه روښانه او خپلواکه تګلاره نه لرله، بلکې ډېری وخت یې د سترو قدرتونو د سیاستونو په چوکاټ کې عمل کړی دی.

خټک د پاکستان کورني وضعیت ته په اشارې وویل چې دا هېواد له جدي سیاسي او اقتصادي بحرانونو سره مخ دی، او مشران یې هڅه کوي چې د دیپلوماټیکو لاسته راوړنو په یادولو سره د خلکو پام له کورنیو ستونزو واړوي.

هغه د بلوچستان امنیتي وضعیت هم د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو فعالیتونو دغه سیمه له پراخې ناامنۍ سره مخ کړې ده؛ داسې حالت چې د ده په باور د جګړې تر کچې رسېدلی دی.

د پاکستان دغه پخواني سناتور د بریدونو زیاتوالی د اسلام‌اباد د پخوانیو سیاستونو پایله وبلله او ویې ویل چې د پاکستان پوځ طالبان یوازینی ګواښ نه ګڼي، بلکې «بلوچي او پښتني ملتپالنه» هم د دوی لپاره یوه مهمه اندېښنه ده.

په وروستیو کلونو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې، د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د زیاتوالي او سرحدي ترینګلتیاوو له امله، له ډېرو اختلافاتو سره مخ شوې دي. اسلام‌اباد څو ځله طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې پناه ورکړې، خو د طالبانو چارواکو دا تورونه رد کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریايي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.