TOOSnews
اعلان
د قطر پخوانی امیر، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، د ۷۴ کلونو په عمر ومړ.
نړۍټوس نیوز

د قطر پخوانی امیر، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، د ۷۴ کلونو په عمر ومړ.

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د قطر پخوانی امیر، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، د یکشنبې په سهار، د چنګاښ په ۲۱مه، د ۷۴ کلونو په عمر ومړ. د قطر دولتي خبري اژانس «قنا» د هغه د مړینې خبر خپور کړی، خو د مړینې د لامل په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

شیخ حمد له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د قطر مشري وکړه. هغه له ۱۸ کلنې واکمنۍ وروسته، د ۲۰۱۳ کال د جون په میاشت کې د امیرۍ له دندې استعفا ورکړه او دا مسئولیت یې خپل زوی، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، ته وسپاره.

د هغه د واکمنۍ پر مهال، قطر د انرژۍ، اقتصاد او رسنیو په برخو کې پراخې پانګونې وکړې او خپل نړیوال مقام یې په څرګند ډول پیاوړی کړ. همدارنګه، په همدې دوره کې د الجزیرې خبري شبکې فعالیت پیل شو او وروسته د سیمې او نړۍ له مشهورو رسنیو څخه شوه.

قطر په ۲۰۲۲ کال کې د فوټبال د نړیوال جام کوربه و او په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان په ګډون په یو شمېر سیمه‌ییزو او نړیوالو مسئلو کې د منځګړي رول هم لوبولی دی.

خو د شیخ حمد د واکمنۍ پر مهال د قطر بهرنۍ تګلاره د سیمې د ځینو هېوادونو او یو شمېر لوېدیځو متحدانو له نیوکو سره هم مخ وه. دغه نیوکې تر ډېره د ایران له اسلامي جمهوریت، حماس او د مصر له اخوان‌المسلمین ډلې سره د دوحې د اړیکو له امله مطرح کېدې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.