TOOSnews
اعلان
په پېښور کې د يوه افغان په ګډون څلور كسان د ترهګرۍ په تور وژل شوي.
نړۍټوس نیوز

په پېښور کې د يوه افغان په ګډون څلور كسان د ترهګرۍ په تور وژل شوي.

۷ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي، د پېښور د ترهګرۍ ضد مبارزې ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د میراکچوري په سیمه کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د یوه افغان وګړي په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

د پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو کسانو کې یو افغان وګړی سید ولي نومېږي چې د پلار نوم یې عبدالغني او د ننګرهار ولایت اصلي اوسېدونکی دی. پولیس وایي، د عملیاتو پر مهال له هغه څخه د افغان کډوالۍ کارت هم ترلاسه شوی دی.

پولیسو ادعا کړې چې وژل شوي کسان په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو، خو د سید ولي یا نورو وژل شویو کسانو د کومې وسله‌والې ډلې سره د تړاو په اړه یې مشخص معلومات او کره شواهد نه دي وړاندې کړي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ بریالي بللي، خو د وژل شویو درې نورو کسانو د هویت او د هغوی د احتمالي وسله‌وال تړاو په اړه یې نور جزیات نه دي خپاره کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.