یو وسلهوال بریدګر د دوشنبې په ورځ د مرسين ښار یوه رستورانټ ته تر ننوتلو وروسته دوه کسان ووژل او لږ تر لږه ۸ نور کسان، چې پکې مشتریان هم شامل دي، ټپیان کړل. د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت جدي ښودل شوی دی. د پولیسو په وینا، بریدګر له سیمې تر تېښتې وروسته په دوو نورو سیمو کې هم دوه کسان وژلي دي.
تر اوسه د بریدګر د هویت او د هغه د انګېزې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
د ترکیې نظامي ځواک او پولیسو د بریدګر د نیولو لپاره پراخ ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي دي.
په همدې حال کې، د امنیتي کمرو انځورونو پر رستورانت د برید شېبې ثبت کړې دي، چې پکې لیدل کېږي بریدګر ځای ته له ننوتلو سره سم پر موجودو کسانو ډزې کوي او وروسته له سیمې تښتي.
لیکواله:سلیمه آریایي








