د «افغانستان د آزادۍ جبهې» په وینا، د دې ډلې ځواکونو تیره شپه د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د طالبانو پر مرکز برید کړی دی.
دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا عملیات د شپې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې ترسره شوي او په پایله کې یې د طالبانو ځواکونو ته تلفات او زیانونه اوښتي دي، خو د تلفاتو دقیق شمېر نه دی وړاندې شوی.
په همدې حال کې، سیمهییزو سرچینو دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې دا برید د «لاسي بم» په کارولو سره ترسره شوی دی.
له بلې خوا، طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل وروستي درېمیاشتني راپور کې د افغانستان د وضعیت په اړه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د موندنو پر بنسټ، امنیت شورا ته ویلي چې د روان میلادي کال د فبروري له ۱ څخه د اپرېل تر ۳۰ پورې، د طالبانو مخالفو ډلو په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۸ بریدونو مسؤلیت منلی چې له دې ډلې ۱۶ یې د تایید وړ دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








