د افغانستان د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې د تېرې ورځې په نښتو کې د بدخشان ولایت د زېباک ولسوالۍ په سیمه کې لږ تر لږه ۱۰ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي. دې جبهې ادعا کړې چې د طالبانو په وژل شویو او ټپیانو کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو غړي هم شامل وو.
د افغانستان د آزادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ، د وږي په ۴مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نښتو نوې څپه د سېشنبې په ورځ، د وږي په ۳مه، له غرمې وروسته د دې جبهې د ځواکونو او د طالبانو د هغو مرستندویه ځواکونو ترمنځ پیل شوه چې د زېباک ولسوالۍ لومړنیو لیکو ته استول شوي وو. د جبهې په وینا، جګړه د شپې تر ۱۰ بجو پورې روانه وه.
د اعلامیې له مخې، طالبانو د آزادۍ جبهې د دفاعي لیکو د ماتولو لپاره په بېلابېلو محورونو کې څو توپچي بریدونه ترسره کړل. جبهې ادعا کړې چې دغو بریدونو کومه پایله نه لرله او د دوی له سخت مقاومت سره مخ شول.
د آزادۍ جبهې همداراز ویلي چې طالبانو د نښتې له پای ته رسېدو وروسته د خپلو وژل شویو او ټپیانو جسدونه او کسان د پېښې له ځایه نامعلومو سیمو ته انتقال کړي دي. دې جبهې د دې اقدام لامل د ځینو بهرنیو ځواکونو د هویت د افشا کېدو مخنیوی بللی دی.
د آزادۍ جبهې په اعلامیه کې راغلي چې د نښتو له پای ته رسېدو وروسته یې ځواکونو خپل مواضع په سیمه کې لا پیاوړي کړي دي. دې ډلې د خپلو ځواکونو د شمېر یا د خپلو احتمالي تلفاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د آزادۍ جبهې د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو د غړو د حضور په اړه د خپلې ادعا په تکرار سره ویلي چې طالبان د هغوی د هویت د افشا کېدو له وېرې د دغو کسانو جسدونه او حتا ځینې ټپیان له سیمې څخه انتقال کړي دي.
طالبانو تر اوسه د افغانستان د آزادۍ جبهې د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي. همداراز، د نښتې، د تلفاتو د شمېر او د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو ځواکونو د حضور اړوند ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








