د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د بدخشان ولایت په زېباک ولسوالۍ کې یې د یکشنبې په شپه له طالبانو سره نږدې نیم ساعت نښته کړې ده.
د جبهې په وینا، نښته د وږي پر ۸مه، شاوخوا ۹ بجې پیل شوې او د دوی د کمانډو ځواکونو له متقابل برید وروسته طالبان له سیمې شاتګ ته اړ شوي دي.
ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په دې نښته کې د طالبانو دوه کسان ټپیان شوي او د درملنې لپاره د زېباک ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي دي. سیمهییزو سرچینو هم د طالبانو او ازادۍ جبهې ترمنځ د نښتې د رامنځته کېدو پخلی کړی دی.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې، د نښتې د څرنګوالي او د احتمالي مرګژوبلې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
ازادۍ جبهې تر دې وړاندې هم په بدخشان، په ځانګړي ډول په زېباک ولسوالۍ، کې له طالبانو سره د څو نښتو خبر ورکړی و. د تېرې اوونۍ په یوه پېښه کې دې جبهې په زېباک کې طالبانو ته د مرګژوبلې اړولو ادعا کړې وه، خو طالبانو او خپلواکو سرچینو یې شمېرې نه وې تایید کړې.
لیکوال:سعید سمیر








