TOOSnews
اعلان
آزادۍ جبهه: په ننګرهار کې مو درې طالبان وژلي.
افغانستانټوس نیوز

آزادۍ جبهه: په ننګرهار کې مو درې طالبان وژلي.

۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان آزادۍ جبهې ادعا کړې چې د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې د جلال‌اباد–کونړ پر لویه لاره د طالبانو پر یوې پوستې وسله‌وال برید ترسره کړی دی.

د جبهې د ادعا له مخې، دغه برید د چهارشنبې شپې له دولسو بجو وروسته شوی، چې په پایله کې یې درې طالبان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.

آزادۍ جبهه زیاتوي چې په ختیځو ولایتونو کې یې د چریکي عملیاتو دوام د طالبانو په لیکو کې د اندېښنې او ګډوډۍ لامل شوی دی. د دوی په وینا، دا برید د همدې لړۍ برخه ده.

دا په داسې حال کې ده چې آزادۍ جبهه د لومړي ځل لپاره د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د برید مسؤولیت پر غاړه اخلي.

طالبانو تر دې دمه د یاد برید او د آزادۍ جبهې د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.