TOOSnews
اعلان
ازادۍ جبهه: په زېباک كې مو د طالبانو تازه بريدونه پر شا تمبولي.
افغانستانټوس نیوز

ازادۍ جبهه: په زېباک كې مو د طالبانو تازه بريدونه پر شا تمبولي.

۷ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د بدخشان ولایت په زېباک ولسوالۍ کې یې د طالبانو تازه استول شوي ځواکونه له څو ساعته سختو نښتو وروسته پر شا تمبولي دي.

جبهې د جمعې په ورځ ویلي، چې نښتې د وږي میاشتې پر پنځمه نېټه پیل شوې او تر نن سهار پورې یې دوام کړی دی. د دې جبهې په وینا، طالبانو په بدخشان کې د سیمه‌ییزې ادارې له بدلونونو سره هم‌مهاله له کابل څخه زېباک ته تازه ځواکونه استولي وو.

ازادۍ جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې د سپکو او درنو وسلو په کارولو سره د طالبانو پر مورچلو بریدونه کړي او طالبانو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د جبهې په خبره، د طالبانو د وژل شویو او ټپیانو یو شمېر جسدونه د زېباک او بهارک روغتیايي مرکزونو او د بدخشان مرکز فیض‌اباد روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه طالبانو د دغو نښتو، د خپلو ځواکونو د احتمالي تلفاتو او د ازادۍ جبهې د ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. په ورته وخت کې، د زېباک په سیمه کې د نښتو د تلفاتو او د دواړو لورو د ادعاوو په اړه خپلواک تایید نه دی شوی. په تېر کې هم په دې ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.