د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د بدخشان د زېباک ولسوالۍ په یوه تازه نښته کې یې طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.
جبهې یکشنبې، د وږي پر لومړۍ نېټه، په اېکس کې د یوې ویډیو له خپرولو سره ویلي چې د طالبانو د شمالختیځ قول اردو د مرستیال په مشرۍ ځواکونو د دوی پر سنګرونو برید کړی، خو د جبهې له مقاومت سره مخ شوي او د ځوابي برید پر مهال یې له سیمې شاتګ کړی دی.
د ازادۍ جبهې په وینا، په نښته کې یو شمېر طالبان وژل شوي او ټپیان شوي او د هغوی جسدونه او ټپیان د زېباک کلینیک او د بهارک ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
جبهې همداراز ادعا کړې چې ځواکونو یې د هاوان په برید کې د طالبانو د سپکو وسلو یو ساتنځای په نښه کړی او د یوه طالب د درنو وسلو ډزې یې درولې دي.
تر اوسه طالبانو د ازادۍ جبهې د دغو ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی او خپلواکو سرچینو هم د مرګژوبلې ادعا نه ده تایید کړې.
لیکوال:سعید سمیر








