TOOSnews
اعلان
قاليباف: كه امريكا پر هوكړه خيانت وكړي، ايران د بشپړې دفاع لپاره چمتو دى.
نړۍټوس نیوز

قاليباف: كه امريكا پر هوكړه خيانت وكړي، ايران د بشپړې دفاع لپاره چمتو دى.

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وایي، که امریکا له ایران سره په هر ډول احتمالي هوکړه کې خیانت وکړي، نو تهران د بشپړې دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري. نوموړي دغه څرګندونې د اندونیزیا د پارلمان له مشر احمد موزاني سره د لیدنې پر مهال کړي دي.

قالیباف ویلي، د جګړې پای ته رسول د نړۍ د ډېری هېوادونو لپاره مهم لومړیتوب دی، خو ټینګار یې وکړ چې دا شخړه به هېڅکله د ایران په تسلیمېدو پای ته ونه‌رسېږي. د هغه په وینا، ایران به د خپل هېواد له دفاع او د ملت له حقونو څخه هېڅکله لاس وانخلي او د امریکا د هر ډول احتمالي سرغړونې پر وړاندې به کلک غبرګون وښيي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن د ایران له لوري د مذاکراتو د دوام غوښتنه منلې، خو په عین حال کې یې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند پای ته رسېدلی دی.

ورته مهال، راپورونه ښيي چې قطري منځګړي د تاوتریخوالي د کمولو او د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره ایران ته تللي دي.

د امریکا او ایران اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې چې په جینوا کې درې پړاوه غیرمستقیمې خبرې او په اسلام‌اباد کې مستقیم مذاکرات بې‌پایلې پای ته ورسېدل. امریکا د نطنز، فردو او اصفهان د اټومي تاسیساتو د تړلو غوښتنه کړې، خو ایران د یورانیمو د بډایه کولو د کچې له صفر کولو سره مخالفت کړی، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ سیاسي او پوځي کړکېچ نور هم زیات شوی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.