TOOSnews
اعلان
حامد کرزی: له کانکور څخه د نجونو محرومیت د خواشینۍ وړ دی.
افغانستانټوس نیوز

حامد کرزی: له کانکور څخه د نجونو محرومیت د خواشینۍ وړ دی.

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

حامد کرزي، د افغانستان پخواني ولسمشر، د نجونو د کانکور له ملي ازموینې څخه د دوامدار محرومیت په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه. هغه هیله وښوده چې په نږدې راتلونکې کې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستل شي او هغوی ته به د زده کړو او لوړو زده کړو د دوام زمینه یو ځل بیا برابره شي.

ښاغلي کرزي د عامه زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې تعلیم او تحصیل د هېواد له بنسټیزو اړتیاوو څخه دي او د افغانستان د پرمختګ او ودانۍ مهم عامل ګڼل کېږي. د هغه په وینا، افغانستان هغه وخت د ودې او پرمختګ پر لور ګام اخیستلای شي چې د نجونو او هلکانو له پوهې، تخصص او وړتیاوو څخه په مساوي توګه ګټه واخلي.

روان کال پنځم کال دی چې د افغانستان نجونې د کانکور په ملي ازموینه کې له ګډون څخه محرومې پاتې دي. دا په داسې حال کې ده چې د دغو محدودیتونو تر لګېدو وړاندې، هر کال د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونو نجونو په دې ازموینه کې ګډون کاوه او د لوړو زده کړو مؤسسو ته د داخلېدو لپاره یې سیالي کوله.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دې ډلې چارواکو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل یو موقتي اقدام بللی و او ویلي یې وو چې د تعلیمي تګلارو له اصلاح وروسته به دا محدودیتونه لرې شي. خو د پنځو کلونو په تېرېدو او د دې وضعیت په دوام سره ښکاري چې دغه محدودیتونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

سره له دې چې د نجونو پر مخ د تعلیمي بنسټونو د بېرته پرانیستو لپاره پراخې نړیوالې او دیپلوماټیکې غوښتنې او فشارونه موجود دي، د طالبانو مشر، ملا هبت‌الله اخوندزاده، تر اوسه په دې پالیسۍ کې هېڅ بدلون نه دی راوستی او د انعطاف کومه نښه هم نه تر سترګو کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.