د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، افغانستان په بېلابېلو برخو کې مسلکي ځوانانو ته جدي اړتیا لري او له تازه فارغ شویو محصلانو یې غوښتي چې له خپل علم او مسلکي وړتیاوو څخه د هېواد د پرمختګ لپاره کار واخلي.
حنفي دا څرګندونې د بامیان پوهنتون د ۱۲۲۵ محصلانو د فراغت په مراسمو کې کړي دي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بامیان پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو څخه ۱۲۲۵ تنه محصلان فارغ شوي دي.
په همدې مراسمو کې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، فارغ شویو محصلانو یو مهم او ستونزمن علمي سفر بشپړ کړی او باید له خپلو زدهکړو څخه په مسلکي برخو کې ګټه واخلي.
حنفي زیاته کړې چې طالبان هڅه کوي په افغانستان کې د ماسټرۍ او دوکتورا نور پروګرامونه هم رامنځته کړي، څو د لوړو زدهکړو لپاره بهر ته د افغان محصلانو د تګ کچه راکمه او هېواد له بهرنیو اړتیاوو څخه تر ډېره بېنیازه شي.
د طالبانو د لوړپوړو چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د دغې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته سلګونه مسلکي او تخنیکي کسان له افغانستانه وتلي دي. همداراز، منتقدین وايي چې په یو شمېر دولتي ادارو کې مسلکي کسان له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې دیني عالمان، ملایان او قاریان ګومارل شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








