د افغانستان د ملي نجات ګوند مشر او د کابل پخوانی والي،ذبیح الله مجددي، وایي چې افغانستان له یوه حساس او اندېښمنوونکي وضعیت سره مخ دی. د نوموړي په وینا، په نړیواله کچه د هېواد انزوا، اقتصادي ستونزې او سیاسي وضعیت د افغانستان راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
مجددي په یوه پادکاسټ کې ویلي چې د افغانستان له اوسني وضعیت څخه سخت اندېښمن دی او باور لري چې د موجودو ستونزو د کمولو لپاره باید د متخصصانو له نظرونو او وړتیاوو څخه ګټه واخیستل شي. هغه ویلي چې ګوند یې د حللارو د وړاندې کولو لپاره د متخصصانو یوه ډله جوړه کړې وه؛ خو د نوموړي په وینا، په سیاسي فعالیتونو د موجودو محدودیتونو له امله دغه ډله تر اوسه په رسمي ډول نه ده ثبت شوې.
هغه د هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه ویلي چې د نړیوالې انزوا او موجودو ستونزو پایلو د ډېرو خلکو اقتصادي ژوند لا سخت کړی دی. د مجددي په وینا، خلک د خپلو ستونزو د مطرح کولو لپاره دوی ته مراجعه کوي، خو دوی د اجرائیوي واک د نشتوالي له امله نه شي کولای خلکو ته دندې برابرې کړي او یا ورسره مستقیمه مرسته وکړي.
مجددي، چې تر دې وړاندې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار هم پاتې شوی، ویلي چې د جمهوري نظام له سقوط شاوخوا دوه اوونۍ وروسته له ترکیې څخه کابل ته ستون شو، څو که اړتیا وي، خپله تجربه او مشورې د طالبانو ادارې په واک کې ورکړي.
هغه ټینګار کړی چې افغانستان نور د جګړې د دوام توان نه لري او د نوموړي په وینا، هغه کسان چې جګړې ته دوام ورکوي، ښایي د نورو هېوادونو د استخباراتي ادارو له خوا وکارول شي.
د ملي نجات ګوند مشر همداراز ادعا کړې چې په افغانستان کې سیاسي فعالیت له جدي محدودیتونو سره مخ دی. هغه ویلي چې دوی د منظم فعالیت لپاره د متخصصانو یوه ډله جوړه کړې وه، خو د سیاسي ګوندونو او بنسټونو د ثبت په اړه د مقرراتو د بدلون له امله یې د دې ډلې د رسمي کولو بهیر بشپړ نه شو.
مجددي د طالبانو د کډوالو چارو له پخواني وزیر خلیلالرحمن حقاني سره د یوې لیدنې په یادولو سره ویلي چې حقاني د ملا هبتالله اخوندزاده له قوله ورته ویلي وو چې طالبان د «اسلامي ګوندونو»، شوراګانو او مدني بنسټونو په نوم د جوړښتونو له رامنځته کولو سره موافق نه دي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر، حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا د پخواني مشر، عبدالله عبدالله، په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې له هغوی سره یې لیدنې یوازې د هغوی د کورنیو د غړو د فاتحې په مراسمو کې محدودې پاتې شوې دي.
په وروستیو کلونو کې، په کابل کې مېشتو یو شمېر افغان سیاستوالو هم په هېواد کې د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو پر محدودیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان د افغانستان د بحران د حل لپاره د دوی وړاندیزونو او مشورو ته پام نه کوي.
طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د ډېرو سیاسي او ټولنیزو ګوندونو او بنسټونو فعالیتونه درولي یا محدود کړي دي.
لیکواله:رویا ستانکزی








