ځايي سرچینې په بدخشان کې د ارغنجخواه ولسوالۍ د اندرابيانو په سیمه کې د شیوې د سرو زرو د کان پر کنټرول د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي.
د سرچینو په وینا، دا نښته د یکشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۲مه، له غرمې مخکې پیل شوې او د بدخشان د طالب قوماندان ډاکټر فضلالله د کسانو او یو شمېر غیر بدخشاني طالبانو ترمنځ رامنځته شوې ده. سرچینې وايي، د ډاکټر فضلالله کسانو د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په ملاتړ د مقابلې ډلې پنځه غړي بې وسلې کړي دي.
له لنډې نښتې وروسته په سیمه کې وضعیت ترینګلی شوی او د ارغنجخواه ولسوالۍ له مرکز څخه تازهدمه طالبان سیمې ته استول شوي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي هم د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې د دې پېښې پر مهال یو پلار او زوی ټپیان شوي دي. خو دا ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
د شیوې د سرو زرو د کان پر سر، په ځانګړي ډول د اندرابیانو په سیمه کې، له څه مودې راهیسې د سیمې د اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ اختلافات موجود دي. د سیمې اوسېدونکي غواړي چې له طالبانو سره نږدې تړلي شرکتونه او د دې ډلې اړوند کسان د کان د استخراج له بهیر څخه ووځي.
سرچینې وايي، په بدخشان کې د طالبانو ادارې یو شمېر سیمهییز اوسېدونکي د جواز نه لرلو له امله د کانونو له استخراج څخه منع کړي دي. د سرچینو په وینا، دې اقدام د کانونو پر سر اختلافات لا زیات کړي او ان د بدخشاني او غیر بدخشاني طالبانو ترمنځ د کړکېچ لامل شوی دی.
ډاکټر فضلالله د بدخشان له طالب قوماندانانو څخه دی او اوس مهال د طالبانو په حکومتي جوړښت کې کومه رسمي دنده نه لري. خو سرچینې وايي، د شیوې د سرو زرو د کان ځینې برخې د هغه تر کنټرول لاندې دي او په دې سیمه کې د کان استخراج د هغه تر څارنې لاندې دوام لري.
دا پېښه په یمګان ولسوالۍ کې د کانونو د کنټرول پر سر د طالبانو د کسانو ترمنځ له هغې نښتې دوه ورځې وروسته رامنځته شوې ده چې په ترڅ کې یې یو کس ټپي شوی و.
لیکواله:رویا ستانکزی








