TOOSnews
اعلان
حنفي: نړۍ د دې د افغانستان پر ځاى د نورو هېوادونو د بشري حقونو نقض ته پام وكړي.
افغانستانټوس نیوز

حنفي: نړۍ د دې د افغانستان پر ځاى د نورو هېوادونو د بشري حقونو نقض ته پام وكړي.

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي په هرات ولایت کې د ښځو د نیولو راپورونه رد کړي او هغه یې «تبلیغات او افواهات» بللي دي.

حنفي، چې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) هرات ته د سفر پر مهال د لوېدیځو ولایتونو له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره خبرې کولې، وویل چې «استخباراتي کړۍ» د امر بالمعروف وزارت پر ضد ناسم تبلیغات کوي او ادعا کوي چې دغه اداره ښځې بندیانوي.

هغه همداراز ادعا وکړه چې په افغانستان کې د بشر حقونه د اسلامي اصولو له مخې خوندي کېږي او نړۍواله ټولنه باید د هغو هېوادونو پر وضعیت تمرکز وکړي چې د ده په وینا، هلته بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره میاشت په هرات کې د حجاب نه مراعتولو په پلمه د ښځو نیول پیل کړل. د دغو نیونو پر ضد د جبرییل سیمې یو شمېر اوسېدونکو لاریون وکړ، چې د راپورونو له مخې طالبانو پرې ډزې هم کړې.

بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، طالبانو یوازې د غبرګولي په شپږمه او اوومه لږترلږه ۳۰ ښځې د حجاب د نه مراعتولو په تور نیولې او سلګونه نورې یې په شفاهي ډول ګواښلې دي.

د دغو پېښو له امله د بشري حقونو بنسټونو او نړۍوالې ټولنې پراخ غبرګونونه ښودلي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.