د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن وايي، له افغانستانه د طالبانو د واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته د نړیوالې ټولنې چلند له افغانانو سره بدل شوی، خو طالبان نه دي بدل شوي.
نیومن د کابل د سقوط د پنځمې کلیزې په درشل کې پر اېکس لیکلي چې پنځه کاله مخکې د نړیوالې ټولنې اصلي پوښتنه دا وه چې څنګه افغانان له طالبانو څخه خوندي کړي، خو اوس ډېری دولتونه هڅه کوي له طالبانو سره د همکارۍ لارې ومومي، څو افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.
نوموړې ویلي: «طالبان نه دي بدل شوي، خو موږ بدل شوي یو او د افغانانو په حق کې پاتې راغلي یو.»
د اروپا د پارلمان دې غړې، چې د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو د حقونو له ملاتړو څخه ده، د ځینو اروپايي هېوادونو پر هغو تګلارو نیوکه کړې چې له طالبانو سره د تعامل او د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع تمرکز کوي.
هانا نیومن ټینګار کړی چې له طالبانو سره تعامل باید په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او د افغانانو د اساسي حقونو د له پامه غورځولو په بیه نه وي.
نوموړې تر دې وړاندې هم په اروپا کې د طالبانو له استازو سره د رسمي ناستو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا ډول ناستې د طالبانو د واکمنۍ د عادي کولو لامل کېدای شي.
د نیومن څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو، له طالبانو سره د نړیوال تعامل او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه بحثونه لا هم دوام لري.
لیکوال:سعید سمیر








