د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني وايي، بهرني ځواکونه د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو په «قربانیو» مات شوي دي.
حقاني دا څرګندونې په هغه غونډه کې کړي دي چې د غزني د ګیلان ولسوالۍ د ځانمرګو بریدګرو د یاد په موخه جوړه شوې وه. د غونډې د ځای په اړه طالبانو په رسمي ډول معلومات نه دي خپاره کړي، خو ځینو سرچینو ویلي چې غونډه د ګیلان ولسوالۍ د ځانمرګو بریدګرو په یاد جوړه شوې وه.
حقاني په خپله وینا کې ویلي، د ځانمرګو بریدونو د مرکز له جوړېدو وروسته حیاتالله محمد غزنوي او عبدالمنان لومړني کسان وو چې دغه مرکز ته ورغلي وو.
نوموړي په غونډه کې له حیاتالله محمد غزنوي څخه وغوښتل چې لاس پورته او غږ وکړي او وروسته یې په طنزیه ډول وویل: «دی اوس له ما جنرالي غواړي.»
حقاني زیاته کړې: «اراده دا شوې وه چې د دوی [بهرنیو ځواکونو] غرور به د استشهادیانو [ځانمرګو بریدګرو] په قربانۍ ماتوو.»
په غونډه کې د غزني طالب چارواکو، د ځانمرګو بریدګرو د کورنیو غړو او یو شمېر عامو خلکو ګډون کړی و. ویناوالو ادعا وکړه چې د جمهوري نظام پر مهال له ګیلان ولسوالۍ څخه ۶۵ کسانو ځانمرګي بریدونه کړي دي.
حیاتالله محمد غزنوي، چې د غزني د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ځانمرګی برید یې نه دی کړی او د اوږدې مودې لپاره په بګرام زندان کې بندي و.
غزنوي د طالبانو د غزني د امنیه قوماندانۍ د اوسني امنیتي مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز ورور هم دی.
سراجالدین حقاني تر دې وړاندې هم په ګیلان ولسوالۍ کې د ځانمرګو بریدګرو د نمانځنې په غونډو کې ګډون کړی دی.
لیکوال:سعید سمیر








