د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر، شیخ شېراحمد حقاني، د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې طالبان له بمباریو او پوځي فشارونو وېره نه لري، ځکه د هغه په وینا، تر دې مخکې یې له داسې ځواک سره جګړه کړې چې د پاکستان په پرتله په پرمختللو وسلو او عصري ټېکنالوژۍ ډېر سمبال و.
حقاني دغه څرګندونې په کاپیسا ولایت کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په یوه سمینار کې وکړې. هغه وویل، هغو کسانو ته چې د ده په وینا د بمباریو پر مهال یې ماشومان په خوب کې وژلي، باید دا روښانه شي چې طالبان نه له بمباریو وېرېږي او نه هم ماته مني.
د نوموړي په وینا، د تېرو جګړو تجربه ښيي چې پوځي فشارونه به د دوی دریځ بدل نه کړي او طالبان به خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې دوامدارې وساتي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې، بېګاه شپه یې د پاکستان د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې د داعش ډلې پر مرکزونو د ډرون بریدونه ترسره کړي دي. پاکستان تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لیکوال:سعید سمیر








