د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده یو ځل بیا د خپل نظام د ساتنې لپاره پر اطاعت او یووالي ټینګار کړی او له خپلو کسانو یې غوښتي چې د هغه له اوامرو سرغړونه ونه کړي.
هبت الله اخوندزاده دا څرګندونې د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې، د کندهار په هوايي نظامي ډګر کې خپلو تر لاس لاندې کسانو ته د وینا پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، د طالبانو د نظام ساتنه پر خپلو کسانو «فرض» ده او ټینګار یې کړی چې د دغه نظام د ساتنې اړین شرط اطاعت دی.
هغه خپلو کسانو ته ویلي: «د خپل امیر بېاطاعتي مه کوئ. که اطاعت او عدالت ونه کړئ، بیا دا هر څه به له منځه ولاړ شي.»
د طالبانو مشر همداراز ادعا کړې چې که خلکو ته خپل «شرعي حقوق» ورسېږي، نو هېڅوک به د طالبانو د نظام پر وړاندې ودرېږي.
هبت الله اخوندزاده تر دې وړاندې هم په خپلو ویناوو کې د طالبانو له چارواکو او ځواکونو څخه د خپل فرمانونو د اطاعت غوښتنه کړې، خو په وروستیو کې د طالبانو په لیکو کې د داخلي اختلافونو او د ځینو لوړپوړو چارواکو د هغه له لارښوونو څخه د سرغړونې راپورونه هم خپاره شوي دي.
نوموړي په خپله وینا کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه هم ویلي چې د ده په وینا، «اشغالګر» د طالبانو پر وړاندې مات شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








