TOOSnews
اعلان
همایون افغان: طالبان به په اسانۍ سره واک له لاسه ور نه کړي.
افغانستانټوس نیوز

همایون افغان: طالبان به په اسانۍ سره واک له لاسه ور نه کړي.

۱۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کانونو وزارت ویاند: مخالفان دې واک ته د بېرته ستنېدو خوب هېر کړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان، د طالبانو د مخالفو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه د راپورونو په غبرګون کې واک ته د هغوی بېرته رسېدل رد کړي دي.

هغه په تېرو پنځو کلونو کې د کندز ښار د سقوط ته په اشارې سره ویلي، چې طالبان له کلونو جګړو او د ډېرو ستونزو له زغملو وروسته واک ته رسېدلي او په اسانۍ به چمتو نه شي چې هغه له لاسه ورکړي.

افغان په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي دي: «واک ته رسېدل ساده نه وو او په همدې اسانۍ به یې هم له لاسه ورنه کړو.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د طالبانو د مخالفو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.