د پکتيا ولايت د احمداباد ولسوالۍ ځايي چارواکو او مخورو د ودونو د لګښتونو د تنظيم په موخه يو لړ نوې پرېکړې عملي کړې دي. د سيمې د علماوو، قومي مشرانو او د طالبانو د استازو تر ګډې مشورې وروسته، د ښځو د وادولو لپاره مشخص مالي حدود ټاکل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د پېغلې نجلۍ ولور څلور سوه زره افغانۍ، د مخکې واده شوې ښځې لپاره پنځه سوه زره افغانۍ، او د کونډې ښځې لپاره دوه سوه زره افغانۍ ټاکل شوي دي. دا پرېکړه په يوه رسمي سند کې درج شوې او د اړوندو مسؤلينو له لوري تاييد شوې ده.
د سيمې مخورو ويلي، چې دغه ګام د هغو دودونو د مخنيوي لپاره پورته شوی چې د خلکو پر اوږو يې درانه مالي بارونه ايښي وو. سربېره پر دې، په وادونو، خيراتونو او د حج له مراسمو سره تړلو لګښتونو کې هم د کمښت راوستلو په اړه هوکړې شوي دي.
د ولسوالۍ د ادارې، امر بالمعروف، استخباراتو او ديني عالمانو استازو دا پرېکړې رسمي کړي او د پلي کېدو ډاډ يې ورکړی دی.
لیکوال:سعید سمیر








