TOOSnews
اعلان
طالبانو په بلخ کې یوه ښځه او یو سړی د «جادوګرۍ» په تور نیولي دي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په بلخ کې یوه ښځه او یو سړی د «جادوګرۍ» په تور نیولي دي.

۲۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلخ ولایت د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر چارواکو یو سړی او یوه ښځه د «جادوګرۍ» په تور د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ څخه نیولي دي.

د بلخ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست ویلي، چې دغه کسان پرون چهارشنبه، د ثور ۲۳ مه، ونیول شول.

دغه ریاست ادعا کړې چې دا ښځه او سړی د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار څخه د «جادوګرۍ» لپاره زارع ولسوالۍ ته تللي وو.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست نور جزئیات نه‌دي ورکړي او د دغو کسانو د برخلیک په اړه معلومات نه ‌دي شریک کړي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.