په نیمروز کې طالبانو د «سپاهیان میهن جبهې» د غړیتوب په تور اته کسان نیولي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې دغه کسان د «ترهګرۍ» په تور نیول شوي او دوسیې یې تر څېړنو وروسته محکمې ته سپارل شوې دي.
سیمهییزې سرچینې وايي، نیول شوي کسان شاوخوا درې اونۍ وړاندې له ایران څخه ایستل شوي او افغانستان ته ستانه شوي وو. د سرچینو په وینا، د دغو کسانو په موبایلونو کې د «سپاهیان میهن جبهې» نښه لیدل شوې ده.
سرچینې زیاتوي، چې طالبانو دغه کسان له نیول کېدو وروسته وهلي او ټکولي دي. د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د تخار او بدخشان ولایتونو اصلي اوسېدونکي دي.
تر اوسه «سپاهیان میهن جبهې» د دغو کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي. دغه جبهه د طالبانو پر وړاندې یوه نوې وسلهواله ډله بلل کېږي چې تر دې وړاندې یې ادعا کړې وه چې د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ کنټرول یې د څو ساعتونو لپاره له طالبانو اخیستی و.
لیکوال:سعید سمیر








