TOOSnews
اعلان
په تېره يوه مياشت كې د طالبانو مخالفو ډلو شاوخوا ۶۰ بريدونه كړي دي.
افغانستانټوس نیوز

په تېره يوه مياشت كې د طالبانو مخالفو ډلو شاوخوا ۶۰ بريدونه كړي دي.

۸ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو د خپرو شویو خبرپاڼو او اعلامیو له مخې، د جولای له ۲۳مې د اګست تر پایه په افغانستان کې د طالبانو پر ضد شاوخوا ۶۰ بریدونه او وسله‌والې نښتې شوي دي. طالبان د دغو بریدونو ډېره برخه نه دي تایید کړي.
د افغانستان ازادۍ جبهې ویلي، د جولای له ۲۳مې د اګست تر ۲۲مې پورې یې په بدخشان، بغلان، کابل، غزني، ننګرهار، فاریاب، نورستان او پنجشېر کې لږ تر لږه ۲۱ بریدونه کړي دي. د دغې جبهې د اعلامیو له مخې، د عملیاتو ډېره برخه په بدخشان، په ځانګړي ډول په زېباک ولسوالۍ کې شوې ده.
د اګست له ۲۲مې وروسته هم د ازادۍ جبهې د عملیاتو ادعاوې خپرې شوي دي. دې جبهې د اګست پر ۲۵مه په زېباک او د اګست پر ۲۶مه په کونړ او کابل کې د بریدونو خبر ورکړی دی.
بل لور ته، د افغانستان متحدې جبهې د اګست له لومړۍ نېټې د خپلو عملیاتو د پیل خبر ورکړی او وايي، چې د اګست تر ۲۰مې یې ۳۳ بریدونه کړي دي. د دغې جبهې د ادعا له مخې، ډېری بریدونه یې په هلمند او کندهار کې ترسره شوي، خو پکتیکا، بادغیس، غور او فاریاب یې هم د عملیاتو له سیمو څخه یاد کړي دي.
ملي مقاومت جبهې بیا د اګست لپاره د خپلو عملیاتو رسمي شمېر نه دی خپور کړی، خو د دې ډلې د بریدونو او نښتو ګڼې ادعاوې رسنیزې شوي دي. د دغو ادعاوو له مخې، د دې جبهې عملیات هرات، کندز، بغلان او بدخشان ته غځېدلي دي.
ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې د اګست پر ۱۳مه یې په بدخشان کې د فیض‌اباد ښاروال وژلی او د اګست پر ۲۵مه یې په فیض‌اباد کې د طالبانو یو رنجر موټر په چاودنه کې له منځه وړی دی. په همدې موده کې دې جبهې د یوه جګپوړي قوماندان د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی، په داسې حال کې چې طالبانو ادعا کړې چې د دې ډلې دوه نور قوماندانان یې هم وژلي دي.
ملي مقاومت جبهې تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې له دوه زرو ډېر عملیات ترسره کړي دي. د یادو ډلو تازه ادعاوې په خپلواکه توګه لا نه دي تایید شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.