د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ په ګوډلو سیمه کې سرچینې وایي، چې تېره شپه (پنجشنبه، د چنګاښ ۱۱مه) شاوخوا دولس بجې ناپېژاندو وسلهوالو د خالد مسعود په نوم د ټيټيپي یو قوماندان په ډزو وژلی دی. طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي.
د سرچینو په وینا، نوموړی په سیمه کې د ټيټيپي له یوه ځايي کمپ څخه د وتو پر مهال هدف ګرځول شوی او بریدګر له برید وروسته له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.
سرچینو د یاد قوماندان د مړي یو انځور هم شریک کړی دی.
تر دې وړاندې، تېره اونۍ هم د ټيټيپي یو بل غړی په کندهار کې د ناپېژاندو موټرسایکل سپرو له لوري په ډزو وژل شوی و، خو طالبانو د دغو دواړو پېښو په تړاو تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې افغان طالبان د ټيټيپي غړو ته په پناه ورکولو تورنوي، خو طالبانو دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله حضور نه لري او د ټيټيپي موضوع د پاکستان کورنۍ مسئله ده.
لیکوال:سعید سمیر








