په تخار ولایت کې ځايي سرچینې د فرخار ولسوالۍ څخه د یوه ماشوم د ورکېدو راپور ورکوي.
د دغو سرچینو په وینا، دغه ماشوم زکریا نومېږي او د فرخار ولسوالۍ د آبیدرې کلي اوسیدونکی دی. دغه معلومات د چهارشنبې په ورځ، د غویي ۱۶ مه، له رسنیو سره په خبرو کې ورکړل شوي دي.
سرچینې وایي، زکریا د شنبې په ورځ د سهار شاوخوا ۱۱ بجې ورک شوی دی او تر اوسه د هغه د موندلو لپاره د کورنۍ او د سیمې د خلکو هڅې بې پایلې پاتې شوي دي.
تر اوسه د دې ماشوم د ځای یا برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته او لټونونه لا هم دوام لري.
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې څو ورځې مخکې هم د تخار ولایت په مرکز، تالقان ښار کې د یوه ۱۳ کلن ماشوم د ورکېدو راپورونه خپاره شوي وو.
د سیمې خلک وایي چې د ماشومانو د ورکېدو پېښو زیاتوالی، د موجوده نا امنیو سره په ګډه، د خلکو تر منځ پراخې اندیښنې رامنځته کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








