TOOSnews
اعلان
د نريوالو ټينګار: افغانستان كې دې ټول شموله حكومت رامنځته شي.
افغانستانټوس نیوز

د نريوالو ټينګار: افغانستان كې دې ټول شموله حكومت رامنځته شي.

۱۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنې او اروپايي ټولنې په یو ګډ دریځ کې د افغانستان لپاره د ټول‌‌ شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی. دوی ویلي، چې اوسنی سیاسي وضعیت د ټولو افغانانو استازیتوب نه کوي او باید داسې حکومت رامنځته شي چې د هېواد د بېلابېلو قشرونو ګډون تضمین کړي.

په همدې حال کې، دواړو لورو د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د ښځو، نجونو او نورو بنسټیزو حقونو درناوی باید یقیني شي. دوی همداراز د روان بشري او اقتصادي کړکېچ د حل لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.