ایران د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د رهبرۍ غړی مولوي حبیبالله حسام او د افغانستان د شیعه علماوو د شورا غړی جواد صالحي د تهران په ښار کې د اسلامي بېدارۍ نړیوالې ټولنې د عالي شورا غونډې ته بللي وو. دغه غونډه د جمعې په ورځ، د وږي په شپږمه، د «د شهید امام د امت په اندېشه کې د فلسطین مسئلې» تر سرلیک لاندې جوړه شوه. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې غونډه کې له افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه ۲۷ بهرنیو مېلمنو ګډون کړی و.
مولوي حبیبالله حسام د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې د علماوو د شورا مسئول دی. نوموړي د جمهوري نظام له سقوط مخکې د افغانستان د علماوو د ټولنې مشري کوله او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ایران کې ژوند کوي. د نوموړي ګډون په داسې حال کې ترسره شو چې ایران له طالبانو سره په عین وخت کې خپلې سیاسي، اقتصادي او دیپلوماټیکې اړیکې ساتلې دي.
جواد صالحي هم د افغانستان د شیعه علماوو د شورا غړی او په کابل کې د رسالت مدرسې مدیر دی. هغه د مولوي حبیبالله حسام ترڅنګ د تهران د اسلامي بیدارۍ نړیوالې ټولنې د عالي شورا په غونډه کې ګډون وکړ؛ هغه غونډه چې اصلي موضوعات یې د فلسطین مسئلې، د سیمې وروستي تحولات او له فلسطینیانو څخه د ملاتړ لارې چارې بلل شوې دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د فلسطین مسئله، په منځني ختیځ کې د ایران د ملاتړ وړ جریانونو وروستي تحولات او له فلسطینیانو څخه د ملاتړ لارې چارې د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وې. د افغانستان، پاکستان، هند، روسیې، ترکیې، عراق، لبنان، مصر، سوریې، یمن، بحرین او اندونیزیا په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.
د ملي مقاومت جبهې د رهبرۍ د یوه غړي بلنه په داسې شرایطو کې شوې چې ایران له طالبانو سره نږدې اړیکې لري. د دواړو لورو چارواکو په وروستیو کلونو کې ګڼې لیدنې او سفرونه کړي او د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او سرحدي مسایلو په اړه یې خبرې کړي دي. خو ایران تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.
ایران د روان کال په چنګاښ میاشت کې هم د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د اسلامي وحدت ګوند د مشر محمد محقق ته د علي خامنهيي د مخهښې او جنازې په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې وه. په همدې مراسمو کې د طالبانو یو پلاوی هم د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ او د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون حاضر شوی و.
د مراسمو چلوونکي د احمد مسعود د پلاوي د معرفي کولو پر مهال هغه او د هغه ملګرو ته د «افغانستان د عالي مقاومت پلاوي» په نوم یادونه وکړه. دغه پېښه په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د مخالفو مشرانو لومړنی رسمي او علني حضور بلل شوی و چې د ایران په یوه حکومتي مراسمو کې ترسره شو او د افغانستان د سیاسي جریانونو ترمنځ یې پراخ انعکاس وموند.
په هغه مراسمو کې د طالبانو د مخالفانو د حضور لپاره د ایران بلنې د طالبانو د یو شمېر چارواکو او پلویانو غبرګونونه هم راوپارول. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي، خیرالله شینواري، ویلي وو چې ایران د هغو کسانو کوربهتوب کړی چې د هغه په وینا، د افغانستان «ملي حاکمیت او خپلواکي» له ننګونې سره مخ کوي.
د طالبانو یو شمېر پلویانو هم په تهران کې د دغه ډلې د مخالفانو د حضور په غبرګون کې د ایران اقدام «دښمني» او له طالبانو سره «خیانت» بللی و. خو له دې سره سره، د افغانستان د بېلابېلو سیاسي او مذهبي جریانونو اړوندو څېرو ته په رسمي ایراني غونډو او مراسمو کې د ګډون دوام ښيي چې تهران له طالبانو سره د خپلو اړیکو د ساتلو ترڅنګ، د افغانستان له بېلابېلو سیاسي او مذهبي ډلو سره هم تعامل کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








