د بشري حقونو سازمان «حالوش» اعلان کړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت سرحدي ځواکونو د شنبې په ورځ، د غبرګولي ۲مه، د سیستان او بلوچستان ولایت د بچهراهي په سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړي چې غوښتل یې ایران ته دننه شي. د راپور له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳ افغان وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
حالوش د یکشنبې په ورځ د سیمهییزو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ډزو له پیل وروسته، یو شمېر افغان کډوالو خپل لاسونه پورته کړل او تسلیم شول، خو سره له دې هم د سرحدي ځواکونو ډزو دوام وکړ.
د راپور پر بنسټ، په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم موجود وو. عیني شاهدانو دې ادارې ته ویډیوګانې او روایتونه ورکړي چې ښيي، وروسته له دې چې کډوال ودرېدل او د تسلیمۍ اعلان یې وکړ، ځینې ښځې او ماشومان چې له ډزو ژوندي پاتې شوي وو، د ایراني سرحدي ځواکونو له تاوتریخوالي او وهلو ټکولو سره مخ شول.
ځایي سرچینو همداراز ویلي چې سرحدي ځواکونو د دغو کسانو ګرځنده ټیلیفونونه او د هغوی ځینې شخصي وسایل ضبط کړي دي. حالوش زیاته کړې چې د قربانیانو دقیق هویت تر اوسه نه دی معلوم او ایراني چارواکو هم د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو له خوا پر افغان کډوالو ډزې په سرحدي سیمو کې مخینه لري. د حالوش په وینا، د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې هم د سراوان د کلګان په صفري پوله کې دوه خونړۍ پېښې شوې وې.
د راپور له مخې، د ۱۴۰۳ کال د میزان په ۲۲مه، ایراني سرحدي ځواکونو پر یوې ۳۰۰ کسیزې ډلې افغان کډوالو ډزې کړې وې چې غوښتل یې ایران ته دننه شي، او له امله یې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو.
همدارنګه، د هماغه کال په دویمه پېښه کې، د ۱۵۰ کسیزې ډلې افغان کډوال د ماین چاودنې او د ایراني سرحدي ځواکونو د ډزو هدف وګرځېدل، چې له کبله یې یو شمېر کسان وژل شوي، ټپیان یا ورک شول.
حالوش ټینګار کړی چې د بېوسلې کسانو او کډوالو پر وړاندې د ګرمو وسلو کارول د انساني اصولو، د ایران د کورنیو قوانینو او نړیوالو معیارونو خلاف عمل ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریايي








