TOOSnews
اعلان
ايا د طالبانو مشر د افغانستان د جګړې د يو اړخيز او ايډئلوژيک تاريخ ليکلو په لټه کې دی؟
افغانستانټوس نیوز

ايا د طالبانو مشر د افغانستان د جګړې د يو اړخيز او ايډئلوژيک تاريخ ليکلو په لټه کې دی؟

۲۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ملا هبت‌الله اخوندزاده، د طالبانو مشر، امر کړی چې د پخواني افغان حکومت او لوېدیځو ځواکونو پر ضد د دې ډلې جګړه دې د طالبانو د ایډئلوژیک روایت پر بنسټ مستند او تاریخ‌نګاري شي.

د طالبانو رژیم د یکشنبې په ورځ، د غویي په ۲۷مه، اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شورا له یو شمېر مسئولانو او غړو سره په لیدنه کې ترې غوښتي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د «جهادي آثارو د ساتنې ادارې» سره همکاري وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، هم په دې ناسته کې حاضر و.

طالبانو د دې لیدنې ځای نه دی اعلان کړی، خو د دې ډلې د مشر ډېری مهمې غونډې معمولاً د هغه د استوګنې په ښار، کندهار کې ترسره کېږي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د دې ډلې غړي او ځواکونه مکلف شوي چې د «جهادي آثارو» اړوند معلومات او د هغو د ساتنې لارې چارې د «جهادي آثارو د ساتنې ادارې» له مسئولانو سره شریکې کړي.

په خبرپاڼه کې د ملا هبت‌الله له قوله راغلي چې د طالبانو د وژل شویو کسانو پر قبرونو دې لوحې ولګول شي او د هغوی په اړه دې کتابونه او رسالې ولیکل شي، څو د دې ډلې د «جهاد تاریخ» وساتل شي. هغه همداراز د طالبانو د جنګیالیو د وژل کېدو د ځای او د جګړې د جزییاتو پر دقیق ثبت ټینګار کړی دی.

د طالبانو مشر د دې ډلې له مسئولانو غوښتي چې د طالبانو د جګړې په اړه خلکو ته خبرې وکړي، څو د افغانستان د جګړې په اړه د دې ډلې روایت، د هغه په وینا، هېر نه شي.

طالبان خپل جګړییز وسایل او تجهیزات، لکه ځانمرګي واسکټونه، بم‌اېښودل شوي موټرسایکلونه، ماینونه او جنګي ترانې، «جهادي آثار» بولي. دې ډلې تر اوسه د دغو آثارو د ساتنې او نندارې لپاره څو موزیمونه هم جوړ کړي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم اعلان کړی چې ټاکل شوې د افغانستان په هر ولایت کې د «جهادي آثارو» یو موزیم جوړ شي. په دغو موزیمونو کې به د طالبانو د جګړې اړوند وسایل او تجهیزات نندارې ته وړاندې کېږي.

دا اقدامات په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران، بېوزلۍ،بېکارۍ او لوږې سره مخ دی او میلیونونه وګړي د ژوند له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

منتقدین وایي طالبان د اقتصادي او بشري ستونزو د حل پر ځای هڅه کوي چې د افغانستان د جګړې په اړه خپل ایډئلوژیک روایت ټینګ کړي.

د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال، زرګونه ملکي وګړي د طالبانو په ځانمرګو بریدونو، چاودنو او وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي یا ټپیان شوي وو. خو اوس طالبان د دغو بریدونو وسایل او طریقې د «جهادي آثارو» برخه بولي او ساتنه یې کوي.

منتقدین باور لري چې طالبان هڅه کوي د افغانستان د جګړې یو اړخیز تاریخ ولیکي؛ داسې روایت چې تر ډېره د دې ډلې پر لیدلوري او وژل شویو کسانو تمرکز لري او د ملکي وګړو کړاوونه او د جګړې انساني پایلې پکې لږ انعکاس مومي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.