TOOSnews
اعلان
اسلام اباد: د ترهګرۍ تر پاى ته رسېدو له طالبانو سره ديپلوماټيكې اړیكې نه عادي كېږي.
نړۍټوس نیوز

اسلام اباد: د ترهګرۍ تر پاى ته رسېدو له طالبانو سره ديپلوماټيكې اړیكې نه عادي كېږي.

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، اسلام‌اباد به تر هغو له طالبانو سره خپلې دیپلوماټیکې اړیکې عادي نه کړي، څو چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او د ترهګرۍ د ملاتړ مسله په بنسټیز ډول حل شوې نه وي.

اندرابي د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا د تورخم له لارې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد اجازه به د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ترینګلتیا راکمه کړي، وویل چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې لا هم کنګلې دي او تر هغو به همداسې پاتې وي، څو چې طالبان په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو له ملاتړ څخه په بشپړ ډول لاس نه وي اخیستی.

د هغه په وینا، د کابل واکمنه اداره باید په رسمي او عملي ډول د پاکستان پر ضد له هر ډول ترهګریزو فعالیتونو او د هغو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې اسلام‌اباد له طالبانو غواړي داسې باوري، د تایید وړ او لیکلې ډاډګیرنې وړاندې کړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان د امنیت پر ضد د بریدونو د طرحه کولو، تمویلولو او ترسره کولو لپاره نه کارول کېږي.

پاکستان ټینګار کړی چې تر هغو، چې دغه شرایط نه وي پوره شوي او رسمي لیکلې ژمنې نه وي ترلاسه شوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به دیپلوماټیکې اړیکې عادي نه شي او اوسنی کنګل حالت به پر خپل ځای پاتې وي.

بل لور ته، طالبانو تل د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد د کارېدو اجازه ورنه کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.