د افغانستان د خلکو آزادۍ بښونکي اسلامي نهضت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دې ډلې ځواکونو د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې د ۲۳مې نېټې، د سېشنبې ماښام، د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اړوند، د هاشمي پُل ته نږدې، یو هدفي عملیات ترسره کړي دي.
د اعلامیې له مخې، د دې عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژل شوی دی. دغه ډله همدارنګه ادعا کوي چې ځواکونه یې له کوم زیان پرته له سیمې وتلي او یوه کمري وسله او یو موټرسایکل یې هم له ځان سره وړي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې یاد عملیات د شپې شاوخوا ۹:۰۰ بجې د سیمهییز وخت له مخې ترسره شوي دي. خو ډلې د عملیاتو د څرنګوالي او د وژل شوي کس د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د افغانستان د خلکو اسلامي آزادۍبښونکي نهضت زیاته کړې چې د طالبانو پر ضد به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي او دا اقدامات یې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د خپلې ستراتیژۍ برخه بللې ده.
د دې راپور تر خپرېدو پورې د طالبانو چارواکو د دغو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، او توس نیوز هم په خپلواکه توګه د دې پېښې د جزییاتو د تایید توان نه لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








